پـخـوانـي شـاعـران

پـخـوانـي شـاعـران (21)

Tuesday, 22 May 2012 10:52

سيد جعفر شاه ريښتونی

Written by
خپل نوم ئې سيد جعفر حسېن شاه دی. تخلص ئې ريښتونی دی. په شلم مارچ ١٨٩٦ء کې د کواټ يو کلى استرزيو کې زيږېدلی دی. د پلار نامه ئې سيد مير جعفرشاه.ده. دی په کال ١٩٧٣ء کې په حق رسېدلی دی او د استرزيو په ستره اديره کې ښخ دی.
Tuesday, 22 May 2012 10:42

على اکبر اورکزئ

Written by
على اکبر اورکزی د پښتو ادب يو ښکلی صوفى شاعر تېر شوی دی. د پلار نوم ئې قاسم خان اورکزی دی. د تيراه په اورکزيو کې غالباً په کال ١٧٧١ء[1] کې زيږېدلی دی. زيات عمر ئې په هندوستان کې تېر کړی دی. په تيراه کې ئې د خپلې تپې او يا د کلى هيڅ پته نۀ لګى.
Tuesday, 22 May 2012 10:39

قنبر على اورکزئ

Written by
قنبر على اورکزئ د دولسمې صدۍ هجرۍ د وړومبى دور د پښتو شاعر دی. د ژوند پوره حالات ئې معلوم نۀ دى. ديوان ئې په وړومبى ځل نامتو محقق شاعر او اديب همېش خليل چاپ کړی دی. يو ديوان ئې اوس اوس چاپ شوی دی او دا د وړومبى نه زيات کلام لرى.
Tuesday, 22 May 2012 10:50

ملا سرور کواټی

Written by
سرور خان ئې خپل نوم ؤ. د پلار نوم ئې آيا خان ؤ. په کال ١٨٨٢ء کې د کواټ مشهور کلى ځنګل خېلو کې زيږېدلی ؤ. د خپل وخت مروجه علوم ئې ترلاسه کړى وو او په علاقه کې د يو تکړه ملا په نوم ئې شهرت لرلو. د تحريک ازادۍ يو ګړندی غړی ؤ.
Tuesday, 22 May 2012 10:45

پير مطيع الله نيکۀ

Written by
پير مطيع الله نيکۀ د کواټ ځنګل خېل پيرانو څخه تعلق لرى. د زيږېدنې او د مړينې سهى نېټې ئې نۀ دى معلومې ولې د دۀ د شعرونو نه دا اندازه لګى چې دی د لوئى احمد شاه بابا د دور شاعر دی. د تېمور شاه او د شاه شجاع ذکر ئې په خپلو شعرونو کې کړی دی، لکه چې وائى:
Tuesday, 22 May 2012 10:01

اشرف خان هجري

Written by
اشرف خان هجری د خوشال خان خټک زوی په کال ۱۰۴۴ هـ کې په اکوړي کې پېدا شوی دی ، او د پښتو یو مشهور شاعر و. هجری د خپل پلار په شان د قلم او توری خاوندو . او هم یې د پښتنو د خپل منځی او هم د مغولو په خلاف د جڼونو په میدانونو کی برخه اخیستې ده .