دوديـز شـاعـران

دوديـز شـاعـران (21)

له شاعران تر(ناظمانو):
دغلته له دوديزو شاعرانو موخه، ټول دوديز يا کلاسيک شاعران، نه بلکې يوازې ولسي ډوله يا نيم ولسي شاعران دي، که نه،
هسې خو قافيوال او بيا د زړو (کلاسيکو) نظمي ژانرونو(غزل،قصيدې، څلوريزې، دوييزې...) لارويان په ټوله کې دوديز ويناوال بلل کېږي. (ولسي ډوله) يا(نيم ولسي) ستاينوم له ورزياتولو سره دغه ټاکلې ډله له کره دوديزوالو او بيا کره غزلبولو څخه رابېلوي. داچې ځينې يې لومړۍ ډله،(شاعران) بولي او دويمه دا(ناظمان)، يوڅه ورانپوهاوی رامنځته کوي، ځکه په لره پښتونخوا کې (نظم) د (غزل) او نورو دوديزو قافيوالو ځېلونو يا کالبونو پر وړاندې کارول کېږي او په کره شاعرۍ کې شمېرل کېږي.
نيم ولسي په همدې مانا چې د کلاسيکو ځېلونو ترڅنګ ولسي هغه، لکه لوبې، بګتۍ، څلوريزې (چاربيتې) ... کاږي، او ورسره ورسره يې ژبه او انځور هم ساده او د نيملوستو او نالوستو لپاره هم د پوهاوي وړوي او په دې لړ کې يې ولسي سندرغاړي هم په اسانه ويلای او سندريزولای شي. له ولسي يا (و)ګړنيو شاعرانو سره يې يوازېنی پاموړ توپير دادی چې ليک لوست او لږوډېره ځانګړې، دوديزه او ياهم رسمي زده کړه يې کړې وي، او بيا خپله وينا پخپله ليکلای او نوروته لېږدولالی شي. په دې کې هم اړنګ بړنګ نشته چې په ناليکلوستو ولسي ويناوالو کې يو نيم داسې پوخ پياوړی پيداکېږي چې نيم ولسي هغه ترې الهام او ان پټ و ښکاره اخېستنې هم کوي، اقتفا خو لاڅه کړې، څه کړې. داهم هېښنده برېښي چې هماغه (ناظمان) د(ملنګ جان) غوندې ټولمنلی ټولنيز(اجتماعي) يا د(مصري خان) غوندې يو نازکخيال غزلبول شاعر ته (ولسي) شاعر وايي او خپل ځانونه په ليکلوستوالو او لا(ادبي) شاعرانو کې شمېري، دلته سم له لاسه د خاطر له غزلبڼه يوه داسې بېلګه راخلو چې ډېرو ليکوالو هغو يې پليوني کړې ده:
درېغه چې داستا د اننګو خوله هم زه وای
پرخې ته چې ګورم، د ګلونو پر سرونو
مات پر ما نظر کړه چې سپېر سترګي هک اريان شي
دود مې کړه د خپلو محلونو پر سرونو...
داهم د شاعرانو او (ناظمانو)نومليک او تاسې!

Tuesday, 22 May 2012 17:21

اسماعېل قمر

Written by
ماسټر اسماعېل قمر د کرمې د سخى احمد شاه د کلى اوسېدونکی دی. په کال ١٩٤٢ء کې هم دلته زيږېدلی دی. د پلار نوم ئې مير محمد خان دی. ابتدائى زده کړه ئې په خپل کلى کې کړې ده او بيا تر شپاړسمه پورې تعليم ترلاسه کړی دی او په پښتو ادبياتو کې ئې ماسټر کړی دی.
Tuesday, 22 May 2012 16:06

الف جانه خټکه

Written by
محترمه الف جانه د پښتو يوه انقلابى شاعره ده چې تعلق ئې د خپل وخت خدائى خدمتګار تحريک سره ؤ. د پلار نوم ئې غنى شاه خټک دی. دی په احمدى بانډه کې په مارچ ١٩٢٧ء کې زيږېدلی ده. رسمى تعليم ئې تر اتمه پورې ترلاسه کړی دی.
Tuesday, 22 May 2012 16:02

حاجى پردل خان خټک

Written by
حاجى پردل خان خټک د پروفېسر پرېشان خټک مشر ورور دی. د پلار نوم ئې ملک حسن خان دی. دی په ١٩ اکتوبر ١٩٢٤ء کې د کرک غونډى ميرانخېل کې زيږېدلی دی. په پښتو ادبياتو کې ئې ايم ای کړې ده. مخکې په ملېشه کې ؤ، خو تعلق ئې د يوې علمى او ادبى کورنۍ سره ؤ.
Tuesday, 22 May 2012 16:55

خيال مير خيال

Written by
خيال مير ئې خپله نامه وه. خيال ئې تخلص ؤ. د پلار نامه ئې سيد امير وه. دی په ١٥ اپرېل ١٩٣٨ء د کرک په الګډى منزئى کې زيږېدلی ؤ کوم چې مټا خېلو سره نزدې کلی دی. د ښاغلى آيت الله خټک د خُلې خبره ده چې خيال مير خيال به وې چې هغوئ په خټه افريدى دى.
Tuesday, 22 May 2012 17:18

رومان ساغر

Written by
خپل نوم ئې اخونزاده رومان شاه ؤ او د رومان ساغر په نوم ئې ليکل کول. رومان ساغر ١٩٤٢ء کې د کواټ ځنګل خېلو کې د اخونزاده سکندرشاه کره زيږېدلی ؤ. رومان ساغر د پښتو ژبې يو ډېر ښۀ شاعر، اديب او محقق ؤ.
Tuesday, 22 May 2012 17:10

سعدالله خان حېران

Written by
د ګران او محترم سعد الله خان تخلص حېران دی او دی په پښتو ادب کې د حېران خټک په نوم هم شهرت لرى. او په خپل وخت کې ئې د شاعرۍ يو درز خور ؤ. دا هغه وخت ؤ چې ګلستان پښتو ادب لاچۍ به ډېرې درنې درنې مشاعرې کولې چې پکې به د ستر حمزه شنوارى او ګران اجمل خټک غوندې نامتو شاعرانو برخه اخسته.