اکـادمـيـک پـوهـان

اکـادمـيـک پـوهـان (0)

له دوديزو تر اکادېميکو پوهانو:
په دې کې څه اړنګ بړنګ نه دی پاتې چې نننۍ بشري پوهه او فرهنګ د بېشمېرو پنځګرو او استازيو د اند و واند او هڅه او هاند يېبره ده او يو لسزرکلن اوږد بشپړ تيايي بهير يې له دروګونو پېرونو سره ترشا پرېښی دی. داچې د شلمې پېړۍ له رابرېدو او هممهال ورسره په پرمختللې نړۍ کې نومهالې پوهه، فرهنګ له څومره ييز او څرنګيز پلوه لوړ ترين ستونځ (اوج) ته رسي، نو د ټولنو ټيزې (اجتماعي- اقتصادي) بېخبنا له پلوه زموږ وروسته پاتې پرمختيايي پښتني- افغاني ټولنه يې اله ماله سيالۍ ته اړوځي. د جوتپوهنو(مثبتوعلومو) په تړاو په لومړي(سراجي) پېر کې له هندي او په دويم(اماني) او بيا څه ناڅه په نادري- ظاهري پېر کې زياتره له تورکي ښوونکيو څخه ګټه واخېستل شوه، او تر څنګ يې دټولنپوهنو او په تېره د ژبې او ادب په تړاو له خپلو کورنيو دوديزو زده کړه والو، شا عرانو، ليکوالو او پوهانو څخه.
هو، همدا زموږ د پوهې او فرهنګ وتلي دوديز استازي ول چې هم يې دنومهالو ښوونځيو او بيا پوهنځيو زده کړيزې ښوونيزې او هممهال يې ورسره د لوستتوکو د تيارونې چارې پرغاړه واخېستې او هم يې د رامنځته شويو رسنيو او ادبي- فرهنګي ټولنو چارې پرمخ يووړلې. په دې توګه يې د زاړه او نوي پېر ترمنځ، لکه ديوه پول چار پرځای کړ. مانا يې دا،که دغه زوړ دوديز پښت نه وای، د نوي اکادېميک دې راټوکېدو ته څو لسيزې نورې په کار وي چې تر څو يې د پرمختللو هېوادونو له خوا د روزنې کابو موندله او بيا له نو مهالو پوهنيزو څانګو خرانګو او مېتودولوجيو سره راستنېدل.
موږ په دې غوراوي کې چې د دواړو پښتونو(نسلونو) په استازۍ مو يو شمېر وتلې څېرې له انځورونوسره ګرانو مينه والو ته ور پېژندلې اوسي، له تېر دوديز پښت څخه مو پر هماغو(( پېنځګونو ستوريو)) بسنه وکړه، او له نوي اکادېميک دې څخه پر لومړنيو((دوکتورانو او پوهاندانو)) او ور سره ورسره يې د پنځونو، ليکنو او څېړنو پرڅومره والي او څرنګوالي.
موږ وياړو چې د پوهې او فرهنګ د پرونيو او نننيو ټولمنلو مخکښانو اثار او انځورونه د خپل کتابتون سرڅڼه کوو!

په درناوي، د کتابتون کتنپلاوی