ارزونـه
(2 ارزونـې)
که څه هم يو زیات شمېر ژبپوهان په داسې حال کې چې په ليکوالۍ کې د مطلب د ښه رسولو او پر هغه د لوستونکو د ښه پوهېدو لپاره د ژبې پر ساده والي ټينګار کوي، ډېر ځله په ژبنيو څېړنو او مسایلو کې ژبه او د بيان طرز پخپله ترې دومره پېچلی شي چې د لوستونکو لپاره د هغه موضوع درک ډېر ستونزمن پرېوځي.
ارزونـه
(3 ارزونـې)
((د تخت غمی)) د ارواښاد مصطفی جهاد هغه ناول دی چې په ۱۳۶۹لمریز کال کې د لیکوالو ټولنې له خوا خپور شوی دی، دغه ناول د ۱۳۶۸ لمریز کال لومړۍ درجه ادبي جایزه هم ګټلې ده، او له څو اړخونو د تبصرې او نقد وړ دی، خو زه غواړم ددغې تاریخي کیسې پر جوړښت له یوه اړخه وغږیږم او هغه دا چې د معاصرې ادبپوهنې له نظره دغه ناول یوه حماسه ګڼلی شو که نه؟ د یوه اثر د حماسه ګڼلو یا نه ګڼلو لپاره یو شمیر معیارونه شته چې د هغو له مخې پر اثر قضاوت کیږي او تردې مخکې چې موږ ددې معیارونو له مخې د داستان (حماسه) توب وارزوو، ښه به دا وي چې د کیسې پر…
ارزونـه
(0 ارزونـې)
په دې کتاب کښې يو محنت کار دانشور، بابو فضل خالق عُرف بابو، د خپل وخت د هغه پښتون اولس د ژوند ژواک ترجمانى کول غواړى چې نن د هغه د زړې قبائلى معاشرې په نوى طبقو او قشرونو کښې بدلېږى او د دې سره د خوارى کښ اولس د استحصال او جبر نوى نوى شکلونه مسلط کېږى. نن د عالمى تمدن او معاشرې (سماج) د بدلون داسې وخت دے چې د انسانى استحصال او استيصال مقابله کښې د ملى اخوت او انسانى شرافت احساس او درد لرونکى زړونه او ذهنونه چې دې حالاتو ته ګورى نو خاموش نه شى پاتې کېدلے او ويښ، بېدار او دردمن انسان هر څوک چې دے، هغه رالړزېږى او غواړى چې دا بدلون په…
ارزونـه
(0 ارزونـې)
زه د وزيرخان (بهار ناصر) د زړه له كومې نه مننه كوم چي د خپلې شعري ټولګې مسوده يې د ګران باركوال مياخېل په معرفت ماته د څو كرښو د ليكلو دپاره را ولېږله. له ښاغلي بهار سره زما ملاقات زما په حجره (لكي مروت) كې شوى دى، چي ګران باركوال سره يې زما ليدو كتو ته تشريف راوړى وو. ګران بهار صېب په ظاهر يو كم ګو او خاموش فطرت سړى ښكاري، خو چي د شعر په هنداره كې ورته وكتل شي، نو په اسانه اندازه لګي چي د ده په سينه كې د فكر سرچينه، د جذباتو سېلاب او د احساساتو توپان په ختو او په غورځنګ دى:
ارزونـه
(1 ارزونـه)
غزل د مشرقي شاعرۍ يو هغه صنف دے کوم چې همېشه راسې د هر دور په مينځومانه کښې خپل کړۀ وړۀ بدل ښائيلي دي او په لوستونکيو ئې د دور په تناظر کښې خپله پېژندګلو سمدستي کړې ده ـ دا ځانګړتيا ورته ځکه حاصله شوې ده چې د هيڅ قسم هيتي بدلون نه بغېر ئې ځان تش په زړو جامو کښې جوړ کړے دے ـ او په زړو جامو کښې ځان په نوي رنګ ښکاره کول يقيناً چې ډېر ګران کار دے ـ خو غزل د خپلې تهذيبي شائستګۍ ، نفاست او برتاؤ په برکت دا ګران کار د خپل سفر په هر پړاؤ کښې په ځان اسان کړے دے ـ
ارزونـه
(1 ارزونـه)
دا ځل پر هغه کتاب درسره غږېږم، چې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو د رامنځته کېدو په لړ کې د سیاسي هڅو پر پیلامه رڼا اچوي. دغه کتاب ويښ زلمیان نومېږي. ويښ زلميان د دغه تحریک د رښتيني غړي محمدعلم خان بڅرکي اثر دی، چې په ۱۳۷۹ لمریز کال په نیدرلنډ کې افغاني کلتوري ټولنې له خوا، د ښاغلي نثاراحمد پوپل په مالي لګښت په ۱۵۸ مخونو کې چاپ شوی دی.
ارزونـه
(4 ارزونـې)
نن درېمه ورځ ده د تاڼې سپايان، مرزاګان او تاڼېداران ټول په غم اخته دى. لکه د بيګاريانو سحر وختى پاڅى، د تاڼې نه تر سړکه پورې لار جوړوى، د لارې دواړه طرف ته خښتې ودروى، هغې ته سپينه چُونه ورکوى، د تاڼې غولے، دېوالونه، چتونه او دفترونه صفا کوى، بيا ئې سپينوى، خپل کېټ (جامې) استرى کوى، پېټۍ ته پالش ورکوى، څپلۍ سُوتره کوى، پټکى صفا کوى، مېزونه، کرسۍ – غوچې خو ورځ او شپه لګيا دى د تاڼې نور کار هم کوى او صفائى هم کوى.
ارزونـه
(1 ارزونـه)
 ما پوخ نيت اوکړو چې نن به ئې را نيسم او تپوس په ترِ کوم چې دې څوک  دې او ولې هر وختې ما پسې ګرځی ـ  چرته چې زه ځم، دې هلته موجود وی ـ  آخر د ده زما سره څه مطلب دې چې ما پسې شوې دې ـ  تر اوسه خو ما دَ يَرې تپوس نه شو کولې چې هسې نه دَ سی آئي ډی سړې وی خو تر کومې ــ  نن مي ورته زړه ډاډ کړو او  ورته اودريد م ـ  ما زړه کې وې چه اودريږه نزدې راشی نو رانيسم ئې ـ
ارزونـه
(0 ارزونـې)
يوه ورځ مې څادر واغوستو او ستُونى ستغ پرېوتم او د پرېوتو سره فکرونو واخستم. څۀ ډېر وخت مې خپل فکرونه لوبول، کله مې د فکر نيلے يو خوا زغلېدو کله بل خوا. پروت د ماتو ګُډو خښتو په بربنډ فرش وم ولې هيڅ فرق مې نۀ شو کولے چې دا نرمې غاليچې دى کۀ تېرې او ستغې خښتې. سر ته مې د بالښت په ځائے څلور خښتې ايښې وې ولې ما داسې محسوسول لکه ښۀ ريښمين بالښت وى. دغه شان د خپل تصور او خيال دنيا کښې ورک وم.
ارزونـه
(1 ارزونـه)
نن ډېره زياته ګرمى ده. جامې مې ويستې دى، په يو شلېدلى لنګوټى کښې د دېوال خوا ته پروت يم، يو ګرمى وائى چې نن نۀ يم نو کله به يم، بل د حوالات دننه ټټۍ چې د مودو راسې د غُلو متيازو نه ډکه پرته ده، د ګرمۍ په وجه ئې داسې سخا ډډوزې راپريښې دى چې د سړى مازغۀ شلوى. ما ته نۀ خوب راځى نۀ ارام. پاس چت ته ګورم او کله د چت لهړى شمارم، کله د مچيو ډوبسکى (ګګان)، دې کښې مې ناڅاپه مچيو ته پام شو.
Page 1 of 4