Thursday, 24 May 2012 13:00

فېض الله فېض

لـيکـوال
ځوانى مرګ شاعر فېض الله فېض په ٦ ستمبر ١٩٤٣ء کې د کرک جټالو بانډې کې د سرفراز خان په کور کې زيږيدلی وۀ. تعليم ئې شپږم جمات پورې نيمګړی هله پاتې شو چې د نرى رنځ غوندې خطرناکې بيمارۍ ورباندې حمله وکړه.
Tuesday, 22 May 2012 17:24

شېربت خان صياد

لـيکـوال
شېربت خان صياد په ١٤ اپرېل ١٩٤٢ء کې سالار امير محمد خان کره د ټل په خاوره زيږېدلی ؤ. د خدائى بخښلى محمد دين مقيد په مجلسونو کې پاتې شوی ؤ او په دې لړ کې ئې ډېر څه زده کړى وو. اواز ئې ډېر زيات خوږ ؤ.
Tuesday, 22 May 2012 17:21

اسماعېل قمر

لـيکـوال
ماسټر اسماعېل قمر د کرمې د سخى احمد شاه د کلى اوسېدونکی دی. په کال ١٩٤٢ء کې هم دلته زيږېدلی دی. د پلار نوم ئې مير محمد خان دی. ابتدائى زده کړه ئې په خپل کلى کې کړې ده او بيا تر شپاړسمه پورې تعليم ترلاسه کړی دی او په پښتو ادبياتو کې ئې ماسټر کړی دی.
Tuesday, 22 May 2012 17:18

رومان ساغر

لـيکـوال
خپل نوم ئې اخونزاده رومان شاه ؤ او د رومان ساغر په نوم ئې ليکل کول. رومان ساغر ١٩٤٢ء کې د کواټ ځنګل خېلو کې د اخونزاده سکندرشاه کره زيږېدلی ؤ. رومان ساغر د پښتو ژبې يو ډېر ښۀ شاعر، اديب او محقق ؤ.
Tuesday, 22 May 2012 17:10

سعدالله خان حېران

لـيکـوال
د ګران او محترم سعد الله خان تخلص حېران دی او دی په پښتو ادب کې د حېران خټک په نوم هم شهرت لرى. او په خپل وخت کې ئې د شاعرۍ يو درز خور ؤ. دا هغه وخت ؤ چې ګلستان پښتو ادب لاچۍ به ډېرې درنې درنې مشاعرې کولې چې پکې به د ستر حمزه شنوارى او ګران اجمل خټک غوندې نامتو شاعرانو برخه اخسته.
Tuesday, 22 May 2012 17:09

عمل خان سياح

لـيکـوال
عمل خان سياح د پښتو ژبې يو ښۀ شاعر او اديب دی. د پلار نوم ئې محمد اقبال دی. دی په وړومبى ستمبر ١٩٤١ء کې د کواټ د خټکو يو کلى درملکو کې زيږېدلی دی. په پښتو او اردو ژبو کې ئې د ماسټرۍ ډګرى اخستې دى.
Tuesday, 22 May 2012 17:07

شهواس خان شمشېر

لـيکـوال
شهواس خان شمشېر په کال ١٩٤٠ء کې د مرحوم غفار خان په کور کې محله دارالعلوم ټل کې زيږېدلی دی. ښاغلی شمشېر د خدائى بخښلى محمد دين مقيد په خاصو شاګردانو کې شامل دی. د دۀ اواز ښۀ دی. خپل کلام په ترنم سره اوروى.
Tuesday, 22 May 2012 17:00

سيد تقى شراب هاشمى

لـيکـوال
د سيد تقى شراب هاشمى د پلار نوم سيد محمد اصغر ؤ. دې د نومبر په لسمه نېټه کال ١٩٣٩ء کې د کرمې اګره نومې کلى کې زيږېدلی ؤ. ابتدائى زده کړه ئې په خپل کلى کې کړې وه او بيا مخکې تعليم دپاره پاړه چنار ته تلی ؤ.
Tuesday, 22 May 2012 16:55

خيال مير خيال

لـيکـوال
خيال مير ئې خپله نامه وه. خيال ئې تخلص ؤ. د پلار نامه ئې سيد امير وه. دی په ١٥ اپرېل ١٩٣٨ء د کرک په الګډى منزئى کې زيږېدلی ؤ کوم چې مټا خېلو سره نزدې کلی دی. د ښاغلى آيت الله خټک د خُلې خبره ده چې خيال مير خيال به وې چې هغوئ په خټه افريدى دى.
Tuesday, 22 May 2012 16:52

ډاکټر فضل دين خټک

لـيکـوال
ډاکټر فضل دين خټک په کال ١٩٣٦ء کې په ټيرى کې د محترم رکن الدين کره زيږېدلی دی. ابتدائى تعليم ئی په خپل کلى کې ترلاسه کړو او د اعلىٰ تعليم دپاره پنجاب ته لاړو او د فېصل اباد نه ئې ايم ايس سى وکړو. اؤ بيا په محکمه اينمل هزبندرى کې نوکر شو او مختلفو عهدو باندې پاتې شو.
Page 1 of 5