Saturday, 15 September 2012 14:27

سيدشمس الدين مجروح

لـيکـوال 
ارزونـه
(1 ارزونـه)

ښاغلی سيدشمس الدين مجروح دمرحوم سيد حضرت شاه زوی دﺉ، چې دتيګړيو په پاچا صاحب مشهور و، په ۱۳۲۳ق کال د کونړ دلوړو شنو غرونو په لمن د (شين کوړک) په کلي کې زېږېدلی دﺉ. هغه وخت چې پلار يې وفات کېده نو مجروح صاحب څه دپاسه د درو کالو و، او دخپلي مور تر روزني لاندي چې يوه پوهه او باسواده مېرمن وه او په زده کړه او روزنه کې يې پوره برخه لرله وپالل سو.

ده که څه هم متداوله علوم له کورتني معلمینو څخه ولوستل خو ښاغلی مجروح تر تعلیم او تدریس نه زیات له خپل ذوق، تفکر او مطالعاتو څخه مستفید سوی دﺉ. بده به نه وي که د ده دمعرفۍ په باب کې پخپله د مجروح صاحب یو څو جملې ولیکم چې ده پخپله د ځان په باره کې داسي لیکلي دي:

               " ما چې د خاورو خاشاکو دلوبو دوره طی کړه او پاڅېدم جامې مي وڅنډلې، (یعني د کوچنیتوب لومړۍ مرحله مي پای ته ورسوله) بیا مي غیر له کتاب اوقلم نه بله مشغله نه لرله، زموږ دکلي دخوا وشا دلوړو غرونو، ګڼو ځنګلونو،روانو اوبو، ډکو رودونو او نورو قدرتي مظاهرو په ماکې د شعر شاعرۍ قریحه ژوندۍ کړه او دکلي مستریح بې کشمکشه حیات او طولاني تنهايي او یوازي والي، او دکونړ د درې دزیات وخت چپي چوپتیا زه په کایناتو کې تفکر ته اړ کړم او ماکې یې لفسفي ذوق پیدا کاوه، مګر هر څو چې دا وځي تېرېدلې په ما کې دشاعرۍ ذوق او تفکر اشتیاق زیاتېده، هغومره زما تنده ډېرېده او زه یې تجسس ته او په هر څېز کې دتشبث خواته سوق کولم. ما دیوه ښه مربي دضرورت احساس کاوه او د دې تندي دماتلو د وسایلو په لټون کې شوم مګر افسوس چې دا وسایل تر یو حده ماته هغه وخت میسر او دبعضي مربیانو سره مخامخ شوم چې بیا وخت تېرو، او زه دسره پوري د ژوندانه دکشمکش په ګرداب کې ډوب وم...

               تر یوه وخته مي ارمان او حسرت کاوه او ددغو شپو روځو په ضایع کېدو خپه وم. خو اوس هغه حسرت هم راسره نشته ځکه چې زه پوه شوم چې کمه معما چې ما د وسایلو په زور حل کوله او یامي داستاذانو له خولې حل شوې اورېدوته احتیاج وهغه دحل کېدو شی نه و (که کس تکشود ونکشاید به حکمت این معما را) او د دنیا ټول متفکرین اواساتیذه په دې ارمان مړه دي او داتنده یې آخرت ته له ځانه سره وړې ده نو اوس خو به یې منیء چې زماحق دﺉ چې مطمین اوسم او خوشي حسرت ونه کړم".

               ښاغلی مجروح دمطالعې ډېر شوق لري اودهمدغه شوق اثر دﺉ چې په اکثرو ادبي، اجتماعي، فلسفي اومذهبي سختو مسایلو کې دښه تحقیق خاوند دﺉ، په تېره بیا د روحیاتو او فلسفې سره زیاته دلچسپي لري. د ده مطالعه په دري، عربي او انګلیسي کې ډېره ده او له اردو څخه هم استفادهکولای سي. داښاغلی خنده رویه، باوقاره سری دﺉ. آزاد طبیعت لري او په حق ویلو کې دچا پروانه ساتي، استدالالي بحثونه یې خوښ دي او ادبي مجلسونه ښه تودولای سي.

               دښاغلي مجروح په اشعارو کې د زاړه ادب دنازکخیالو نزاکتونه شته اوهم داوسني عصر اجتماعي او تنقیدي رنګ لري. ښاغلی ګل پاچا الفت دښاغلي مجروحدمنتخبو اشعارو په مقدمه کې لیکې چې([1]):

               "د ښاغلي ادیب سید شمس الدین مجروح له لوړي قریحې اوشعر روزونکې استعداد څخه ځیني داسي اشعار پيدا شوي دي چې که داشعارو پیرل او پلورل رواج وای او د شعر په ورکړه راکړه دیوه شعر دبل کېدلی ما به خپل څو شعرونه د ده په یوه شعر ورکړي وو ... ".

               دښاغلي مجروح رسمي ماموریتونه په دې ډول دي:

               په ۱۳۱۳هـ ش کال داعیانو دعالي مجلس دغړي په حیث اوپه ۱۳۱۷هـ کال دافغان ملي بانک دتنفتیش دعمومي رييس او دحکومت دنماینده په حیث اود ۱۳۱۷هـ کال په پای کې دقند جوړولو دفابریکو او دپطرولو دشرکت رییس وټاکل سو.

               بیا د ۱۳۲۸هـ په عقرب کې دقبایلو دمستقل ریاست مرستیال او کفیل او د ۱۳۲۹هـ کال د حوت پر ۱۶ مه د قبایلو دمستقل رییس په توګه مقرر سو، په ۱۳۴۲ هـ ش کال دعدلیې وزیر سو او په ۱۳۴۴ کال دصدارت مرستیال سو، او اوس په متحد عربي جمهوریت کې د افغانستان لوی سفیر دﺉ. دادﺉ دلته دښاغلي مجروح دنثر یوه نمونه او څو شعرونه راوړو([2]).

               دنثر نمونه :

دشعر نه څه غواړﺉ؟

شلمه پېړۍ ده او په دې پېړۍ کې هر څوک دخپل ذوق سره برابر نومونه زده کوي، دامنم چې دانومونه به چابې موجبه نه وي ایښي. دې نومونو کې به ضرور د دې عصر دښکاره او ممتازو خصوصیاتو نه الهام اخیستی شوی وی. مثلا څوک یې دبرق زمانه بولي او چا ورته د سرعت قرن ویلی. دالاڅه کوې نن پرون اټم منځ ته راغلی او د دې پېړۍ نسبت خلک غواړي د دې صدۍ دې شاندار مګر خطرناک مولود ته وکاندي.

               خبره چې لږه لاندي باندي شي نواوس خلکاټم دسړي مخ ته وغورځوي او وايي د اټم عصر دﺉ. داسي کار نه دﺉ په کار (سل په لالي پوري دي دا یوه یې دبنګړو) نو تاسي څه اعتراض لرﺉ که زه دې عصر ته د (کار پېړۍ) ووایم او یا پرې (دمادیتي صدۍ) نوم کښېږدم. ما دیت او کار همېشه او هر کله په دنیا کې وه دا د دې قرن کوم ابتکار نه دﺉ خو دومره راسره ومنی چې کار په دې پېړۍ کې ډېر شوی او ډېر کار کېږي، او مادیت هم خپل معراج او لوړ مقام ته رسېدلی دﺉ چې په تېره زمانه کې به دې اندازې ته نه وریېدلی. دا پراګماتیزم فلسفه او حسي تجربوی سینس چې په دې زمانه کې ګرم بازار لري مخکې یې نه راسره قبوله کړه نو د دې دامطلب نه دﺉ چې څه ډزي او خوشحالتیا دي پروشي او یا دي کومه مېلمستیا جوړه شي او دنامه دایښودو جایزه او افتخار دي هم ځما په نصیب شي. مطلب په دې مقدمه کې دادﺉ چې د دې عصر داخصوصیات که راسره ومنی نو څه آثار او نتایج چې په اجتماعي ژوندون کې او یا دانسان په خلق اور رویه کې پيداشوي هغه به هم راسره ومني.

               کار ولي زیات شوی؟ او مادیت ولي غلبه کړې ده؟ علت دادﺉ دابتدايي انسان احتیاجات لږ او ضروریات محدود وه، نو دهغهو لږ و احتیاجاتو او محدودو ضروریاتو له پاره په هم هغه پیمانه کار کېده، نن دانسان احتیاجات ډېر شوي او دمدنیت دپرمختګ سره نوي ضروریات منځته راغلي چې یو مدني انسان هغه ته ځان دومره محتاج ګڼي چې یو ابتدايي او بدوي انسان خوراک او څکاک ته هم دومره ځان اړ نه ګڼلو، ځکه هغه ساده انسان هغه د طبیعت سنن او مبادیو ته نژدې مخلوق چې دورځي به یې یو کرت په مړه ګېډه خوراک وکړ نو دسبا به ورسره دومره زیاته سودانه وه. دلوږي او تندي مقابله یې هم تر ډېرو ساعتو کولای شوه. منګر موږ او تاسو ته که د ورځي څو کرته خوراک، چای او قهوه، سګرت او مېوه راونه رسېږي نو ډېر متاثر معلومېږواو لویه نیمګړتیا محسوسوو، انسانانو پخپلو هغو ابتدايي او نارسا وسایلو خپل احتیاجات پوره کول. خو اوس دا لوی او دیو پیکره ماشینونه چې د کونګلو د ډېوانو پېریانانو نه هم زیات او زرکار کوي هم د دې زمانې دانسان داحتیاجاتو او خواهشاتو د پوره کولو نه کله کله عاجز شي او درګرده دانسان دخولې نه د (هل من مزید) چغي وزي.

               نو دکار زیاتېدل او په بېړه کار کول انسان ته دلټتیا او قلارۍ فرصت نه ورکوي. دا څومره زیات کارونه او دا دومره ډېر احتیاجاتات دا بې سر وپایه فنونه او معلومات له انسان نه هم ورو ورو ماشین جوړوي. ځکه دمعقول او منقول جامع کېدلو له پاره اوس دانسان عمر کفایت نهکوي او په ټولو کارونو باندي دچاپوهه او احاطه نه راځي نو کار هم تعمیمېږي او علوم او فنون هم اختصاصي رنګ پیدا کوي، نو طبعا یوه انساني اوسنۍ اجتماع دیو ماشین سره زیات شباهت لري او د ( الناس علی دین ملوکهم) په مصداق دماشین حکومت په جامعه کې خپل آثار بخښي. ماشین سره د دغو خوارقو چې یې لري روح نه لري. فکرونه نه وهي، اود ذوق  له مرضه بېغمه دﺉ نو په میاشیني جامعه کې دي هم باید روح مړه شي او ذوق سره دي وداع وکړی شي.

               په داسي محیط کې چې دکاروبار له هنګاموډک وي او دحیات ځوک زوک یې له هره ګوټه خېژي، دشاعر او صوفي له پاره ګومان کوم دلته وړ او مناسب ځای نه پیداکېږي، هغه ته غزل سرایۍ او ده ته د تفکر کولو او چرت وهلو موقع نه ورکوي هم داسبب دﺉ چې نن دې دوو کارو ته څوک په ډېره درنه سترګه نه ګوري. که کم یو د دوی نه راپیداشي نو دملامتیا او توبیخ آوازونه له هري خوا را اوچتېږي. څوک به وايي موږ فانۍ نمګړتیا او پسماني ضرورت لرو چې باید هغه تر سره کړو او تاسو په خوشو خبرو او چرتونو وقت ضایع کوﺉ.

               ومو ویل دشاعر له پاره دا د دې زمانې اجتماع مساعده نه ده. داقبال خبره ده خدای دې وبخښي (دنسترن په زر او دګلاب په اشرافیو په بازار کې ډوډۍ نه اخیستل کېږي) نو شاعر ګني په فناه محکوم دﺉ او له دې دنیا ووزي. او که نه ځان دي اصلاح کړي او دمحیط سره دي تطابق اختیا ر کا. تاسي څه وایاست؟ د پادشاهانو دمدحي په ځای دي دماشین او د فابریکې په نامه قصیدې جوړوي او د یار دمخ دپلوشو په عوض دي داټم اونامرثي وړانګو په خوا وشا کې نازک نازک مضمونونه پیداکړي؟ نه. یوه به هم نه کوي او که راپوري نه خاندﺉ او لېونی راته نه وايی شاعر به دنرغوندي په دې دنیا کې ژوند کوي او خپلي غزلي به وايي. بېحوصلې کېږﺉ مه ،دلیل به یې په راتلونکوکرښو کې پیدا کړﺉ.

               داچیغي چې پرشاعر ویستلي کېږي او مخکې موهغه ته اشاره وکړه، پرماهم ډېري ویستلي شوي، مګر ماخپل لاس او پښې نه دي سره خطا کړي. علمي اومستدل بحثونه هم په دې زمینه کې شوي او په هغو کې مي هم حصه اخیستې ده، او خپل دلایل مي دشعر او شاعر برله همېشه په داسي مجالسو کې ویلي دي.

               ځما یادېږي په داسي محافلو کې چې دشعر برله یاعلیه خبري شوي یو دامبحث و، چې یو وخت کې ځما ګران او پياوړي دوست (حبیبي) منځ ته غور ځولی و، چې ادب یا شعر وسیله ده که غایه؟ ځما داعقیده وه چې ادب پخپله غایه ده او بعضي ملګرو هغه دنورو شیونو له پاره وسیله ګڼله.

               غایه څه؟ او وسیله څه څیز دﺉ؟ په دې دواړو کلماتو کې کم اوږد او مفصل تعریف ته ضرورت نه لرو او نه دهغه کم علمۍ تعریف ته چې په اصلاح سره جامع اومانع وي څه دومره ډېر احتیاج لرو، زه به په یوه مثال کې د دواړو نمونې وړاندي کړم.

               تاسي فرض کړﺉ زه یوه بهرنۍ ژبه مثلا فرانسوي یادوم  د دې ژبي دیادولونه ځما دا مطلب دﺉ چې په فرانسوي کې هر کله چې علمي او فني آثار ډېر موجود دي نو ځما له پاره به دعلم دتحصیل امکانات ډېر شي او ځما پر مخ به دعلم یوه دروازه برسېره شي او یابه دسیرو سفر په وخت کې دهغې ځني په ناسته، ولاړه،هوټل او بازار کې استفاده وکړم، معلومه شوه ما داژبه دڅه نورواغرضو له پاره وسیله کړې ده اما دلته زموږ په کورسونو کې هلته یو سړی لګیا دﺉ پښتو زده کوي مګر دهغه منطور دپښتو دیادولو نه دپښتو یادول دي او کمه بله استفاده مثلا دهغه په نظر کې نشته هغه وايي زه پښتون یم او دادپښتون ملي ژبه ده او ځما دا ژبه نه زده. باید زه یې یاده کړم. دلته دژبي زده کول پخپله غایه ده. هو د دې ملي ژبي په یادولو څه آثار او نتایج مرتبېږي. مګر داسړی ( هغه آثارو ته ملتفت یا غیر ملتفت) محض په خپله دژبي دیادولو او یاد دې ارمان دسره کولو له پاره بوخت دﺉ. نو هیڅ څوک نه شي کولای چې پخپلو منطقي تحلیلاتو سره دغي ژبي ته ددغه سړي په مورد کې د وسیلې رنګ ورکړي.

               نو راځیء وګورو  چې شعر غایه ده که وسیله ؟ دا په خاطر کې ساتیء چې په هریوه معین څیز کې لکه شعر د دې دواړو وجهو تشخیص  غور اودقت غواړي، او لکه نفس کیفیات چې کله سره څو څېز نه ډېر ګډ او محفوظ وي چې بېلول او یا لومړنۍ اغېزه معلومول یې ګران وي. دلته هم دامشکلات موجودېږي.

               شعر او ادب په نیا کې ډېر لوی رول لوبولی دﺉ او لوبوي یې. دحماسې په صورت کې یې دجګړې هنګامه توده کړې او ځوانان یي چړو او تورو ته ورکړي دي. چې فلسفي رنګ یې اختیار کړی نوفکري انقلابونه یې په عالم کې پیدا کړي دي او که یوازي دخوشګذارنۍ او معاشقې سندري یې غږولي نو یې انسان دعیاشۍ او بې مبالاتۍ په ګړنګ کې غورځولی دﺉ، تر اژیدۍ یې ډېري سترګي په ژړا سرې کړي دي او کمیډۍ یې ډېر تشي په خندا چولي دي نو په دې مواردو کې خوشعر د وسیلې په څېر څرګندېږي او معلومېږي دڅه نورو غایاتو له پاره شعر او ادب استخدام شوي دي، منګر خیر، داسي لنډه فیصله به نه کوو راځیء دانسان په ژوند انه کې ښه ځیر شو. او د ده سلوک او رویه د ژوري مطالعې لاندي ونیسو او څه لږ نور تحلیلات وکړو او مثالونه راوړو، بیا حکم کول او فیصله صادرول څه دومره ګران کار نه دﺉ.

               موږ د ژوندون  دساتني له پاره خوراک، څکاک، اغوستن او پوښاک او یوې کوډلي او سرپناه ته په اوله درجه کې احتیاج لرو، چې موګېډه مړه شوه او بدن مو پټ شو او دخپل  کار روزګاره وزګار شو او پخپله کوډله کې کېناستو او ځان مو دلوږي تندي او تودخي او دسړو او دغله او لېوه نه په امن ولید نو بیا که موشوق کېدو سندري به وایو، منګر دلته یو سوال منځ له راځي چې لوږه خو په وچه یالمده ډوډۍ دفعه کېږي نو دادومره رنګا رنګ طعامونو ته څه ضرورت دﺉ؟ په طعام کې دخوشبویۍ او خوشخورۍ کیفیت پیداکول حتی هغه کې درنګ او نمایش په لحاظ اعتنا کولو ته څه احتیاج دﺉ؟

دا ښکلي چینايي لوښي، پاک اوستره دسترخوان، ډبرین مېزونه، بخملي او پالش شوي کرسۍ ګاني د ډوډۍ خوړلوپه خونه کې دلوږي دفع کولوله پاره څه رول لوبوي؟ دا ښکلې صراحي، هغه بلورین ګیلاس دتندي درفع کولو له پاره څه خدمت کوي؟ اوبه دهر لوښي نه چې راوځي خپل خاصیت لري او تنده ماتوي نو ولي وايي ( اوبه دلوښي له رویه څکل کېږي؟) په جامه کې چې تاسي خپل ځان ونغاړﺉ له تودوخي او سړو پرې خلاصېږﺉ منګر دابرګ برګ کالي، د تودخي دبندولو دسړو په لري کولو کې څه دخل لري؟ کم مزیت په دې لحاظ په رېښم  کې شته چې په شړۍ کې نشته؟  دا چې فلانی خیاط ښه کالي ګنډي او ډېري پیسې (اجوره) ورکوﺉ دهغه دسکڼلو (برش) طریقه تاسي د سړو او تودوخي نه زیات محفوظ ساتي؟ دافریقا دبدویانو په کوډلو کې هم شپه تېرېږي، دالوړ قصرونه او مجللي بنګلې دڅه له پاره جوړېږي؟  ته به وايې لویي خو ځکه دي سړي پکې ډېر ځایېږي، منګر دا هندسي اشکال او طرحي، داګول او مسدسي کمرې دسړو د ډېرو ځایېدو له پاره خونه دي، ډبرین خو ځکه دي چې بنا مستحکمه او قوي وي او زر نه ورانېږي، ښه منم، خو دا ډبري بیا دومره ولي مږي رامیږي او صیقل کوي یې؟ مرمر او رخام او دادغره نوري ګټي خو دکلکوالي په لحاظ دومره توپیر نه لري نو څه دلیل موجود دﺉ چې داګټي په دومره لوړ قیمت رانیسي او پخپله بنګله کې یې لګوي، دا رنګ او روغن چې تاسي خپل کاله ته له بهر او له دننه خوا ورکړی دانو ساړه او تاوده ښه نیسي؟ دانو عمارت پینګوي؟ د دې په معنی خو هیڅ پوه نه شوم دانو څه معما ده؟

               داخبري ټولي معماوي دي. معما خو ځکه ده چې په خوراک کې، پوښاک کې، مینه کې انسان غواړي ښکلا او جملا پیدا کړي او دخپلو د دې اولي ضروریاتو په ترڅ کې خپل ذوق هم تسکین کاندي، نو ښکلا یوه لویه معما ده او دهغې تعبیر او تعریف او حدود ټاکل دیوې معما نه زیات فکر او دقت غواړي. وګورﺉ په دې څېزونو کې چې ښکاره په ډاګ پراته د ژوندانه د دوام وسایل وو دانسان ذوق او د دبدبې حس دومره اغېزه کړې چې دغه حیاتي وسایل یې هم تسخیر کړي او جمال خپل حکومت او پادشاهي دنوروپه  قلمرو کې هم کوي او د دغي وسیلې سره سم سم جمال د یوې غایې په څېر څرګندېږي، نو شعر او دموزیک او د رسامۍ دنیا خو دجمال او دتفوق خپل ملک او بلامنازع او مدعي محروسه ده نو څوک څه حق لري چې دی له خپله ملکه وباسي؟ نه! څوک دا زور اوقوت هم نه لري ځکه هغه په هر چاقوي دﺉ او په هر ځای کې دهغه فرمان چلېږي، که تاسي دتلو او مسافرت زحمت په ځان قبول کړﺉ زه به تاسي ته دهغه دحکومت اغېزه په یو نو کې هم دروښیم.

               مخکې مو وویل چې شعر دحیات په مختلفو صحنو کې استخدام شوی او خپل رول یې ښه لوبولی او هر زړه ته یې لار لرلې ده، نو خلکو دخپلو اغراضو له پاره دی استخدام کړی دﺉ، دا اغراض به کله ښه و، او که نه، منګر په دې نو شعر دخپل آسماني اوملکوتي مقامه نه راپرېوزي، او چا دانه دي ویلي چې شعر به ګوندي له دې غرضه بل کار نه کوي او یا دي پخپله اصلي وظیفه پرېږدي، موسیقي باندي نن پرون ډاکټراندمریضانو علا جونه کوي مګر څوک حق نه لري هغه ته دارو درمل او یادعلاج وسیله ووايي.

               په دې شلمه صدۍ کې چې دسرعت او داکر او دبرق او دمادیت قرن مو ورته ووایه اوس هم دحسن او دجمال معابد او چت ولاړ دي. د دې معابدو زایرین ډېر دي دسېنما او تیاتر او نقاشخانو په دروازو کې د دفتر او ادارو او مارکېټونو نه کم خلک نه لیدل کېږي. هغه امریکا چې د اټم بم یې جوړ کړی او هیروشیما یې پرېورانه کړې ده د (بیتنګ بیوټي) فلم هم جوړوي او د زړونو خوني پرې واړنوي، په لابراتوارونو کې که داشیاوو او انواعو په مطالعه بوخت دﺉ هلته هالیوډ کې هم څه فعالیت جاري دﺉ د هغې دښارونو په کوڅو کې او دباغونو پهخیابانو کې څه مجسمې لیدلي کېږي چې نه دکم قهرمان یادګار او نه دکم معبود (باطل) بت دي، هغه محض دجمال او ښکلا نماینده ګی کوي، نو ما حق لاره که نه چې ماویل شاعر به اوس هم شعر وايي؟

               د ذوق او دښکلا عشق او دشعر سره علاقه دیومتمدن انسان او دیوه صحرایي او بدوي بنیادم سره یو راز شته. فرق دومره دﺉ چې دبدوي قومونو شعر هم ساده او صنعت او آرت یې ابتدايي او غیر مهذب وي، واړه ماشومان څه مقفی او موزون الفاظ او کلمات لري او هغه په کوچنیتوب کې غږوي او دهغې نه حظ او نشاط مومي. دادماشومانو اشعار په هره ژبه کې شته، ظاهرآ څه معنی نه لري خو دوړو خوښېږي. معلومېږي داطفالو ذوق په دغه سن کې یوازي په قافیه او وزن باندي هم قناعت  کوي لیکن لویان او مشران بیا له شعر نه نور څه هم غواړي. نو ترکمه وخته چې په انسان کې دا ذوق اوحس موجود دﺉ شاعر به هم موجود  وي  او خپلي سندري به د دغه ذوق د تامین له پاره وايي. دماشین آواز د ده آوازنه شي چپولای، او د کارخلک ده ته وزګار نه شي ویلای،هغه کسان چې شعر محض دشعر په حیث نه خوښوي او وايي دادي په اجتماعي خدماتو کې استخدام شي او دعلم او دتهذیب په لار کې دي ترې کار واخیسته شي دایوه ډله ده، بله ډله هغه خلک دي چې شعر هډو خوښوي نه او غواړي دشاعر په مرۍ ګوتي کښېږدي، زه به د دې دواړو ډلوسره ځانه ځانله وغږېږم،

اولي ډلي ته وايم :

زه دانه وایم چې شاعر یو آسماني موجود دﺉ، او دی ددنیا او دمحیط هیڅ کارنه لري،نه. شاعر دخپل محیط مو جود دﺉ هغه دخپل ماحول نه هرو مرو متاثر کېږي ، ښه ته به ښه اوبد ته به بدوایې.

کله به دیوروحی مربی په حیث زموږتداوی کوی ښه ته به ښه اوبد ته به بد وای کله به دیوروحی مربی پحیث زموږتداوی کوی اوکله به دیوواعظ په څیرراته ویناکوی خو تاسودشعر نه دامه غواړی چی هغه دی ضرور تاسو ته دریاضی فرمولی دروښی، اودوه دوه څلور دی په شعر کی راوړی اووربشی په ملک کی ډیری کړی.علم خپل ځای لری اوشعر اوادب خپل مقام لری. علم نن ددی نه مستغنی دی چی هغه دشعر په زور په خلکوقبول کړو هغه له پاره بل قوت او زور په کاردی،چی هغه ته دلیل اوبرهان وایی.دقومی اصلاحاتوله پاره دتبلیغ اوتنقید ډیری لاری موجودی دی ،البته په  هغه کې یوه لاره دا دشعر او ادب لاره هم ده.ددی اسلحی نه به سړی دخرافاتودمقابلی اودقومی اصلا حاتودتعمیم له پاره کاراخلی.منګر دشعرروح به نه وژنی اوچاچی شعردشعر په غرض وایه هغه به دمری نه نه نیسی .کار به هم کوواود ذوق اوصنعت نه به هم سبرګی نه پټوو،که موږ دااجتماعی ماسک دمخه لیری کړو.اویوه شپه اوورځ لکه دڅرنګ چی یو هم هغسی ځان خلکو ته وښیو عجبه تماشا به جوړه شی.موږ چی کله دځان سره څه فکرونه وهو،او بعضی هوسونه کووهغه چاته نه وایو کم وخت چی موږیوه نه تنفر او دبل په نسبت په زړه کی علا قه مندی.

پیدا کوو هغه دواړه راباندي نه خبرېږي، موږ هم دخپل خیال په دنیا کې ډېر قصرونه ابادوو او ورانو و ډېري مېلې او مشغلې جوړوو، لیکن څوک پرې نه خبرېږي اما دشاعر داحساساتو ریکارډ ( سره د دې چې اکثر خود داري او ریاکاري هم کوي ) په شعر کې پاتي کېږي. نو یوازي هغه مه ملامتوﺉ او دانسان دطبیعت په لحاظ دی معذور وګڼیء.

               اسو هغه ډله چې بالکل شعرونه مني دهغوی په خدمت کې عرض کوم چې:

               په دې صدۍ کې کار ډېر او احتیاجات زیات دي، ستومانتیا هم زیاته ده، په دې جنجالی او پرآشوبه دنیا کې تشویش او سودا هم ډېره ده، نو د دې ستومانتیا او آلامو له پاره د دې تشویشونو او اضطرابونو له پاره به دشاعر ملکوتي آواز ( ځما په ګومان ) د تسکین او د راحت ښه وسیله وي او په بنیادم کې به د استوګني او مقابلې قوه په دغه دنیا کې زیاته پیدا کړي. هغه وخت چې تاسو یوازي ناست او دکار او روز ګار نه وزګار یاست او مستقبل مو سترګو ته تور تم او تاریک معلوم شي، او تاسي دغه تاریکې او تروږمۍ مشوش کاندي که شعر ستاسي په شونډو کې یو دتبسم برېښنا پیدا کړه نو دغه تور تم به ستا سي له سترګو ورک شي او دغه ځای دﺉ چې شعر خپله وظیفه سر ته رسولې ده. هغه وخت چې تاسي دمنطق په زور خپل مشکلات حل نه کړه او دناامیدۍ په دریاب کې ډوب شوﺉ او ساه مو لنډه لنډه کېده نو که شعر دیوه تنفس قدر تسکین او آرامش تاسو ته درکړي ګویا خپله وظیفه یې اداء کړې، هغه وخت چې تاسو دعناد او بدبینۍ په تیارو کې روان یاست، که شعر تاسو دیو څو لمحوله پاره له دغه عالمه بېګانه کړي او دځان سره مومشغول کاشعر یوه مقدسه وظیفه سر ته رسولې ده، هغه وخت چې په دې پرآشو به طوفاني دنیا کې چې بحروبر کې یې دخونرېزۍ میدان ګرم کری او په ځنګلو او صحراګانو کې یې درنده حیوانات سړي ته پناه نه ورکوي که تاسو يوه ګړۍ دشعر او موزیک په څانګونو دځمکی له کرې او چت شیء او د وریځو له ماورانه دځمکې داښکلې او ښایسته منظره او دورنما د ورایه ووینیء او دنیا مو په سترګو کې عزیزه شي دالویه خبره ده او شعر لوی کارکړی دﺉ.

               هو ! دا اعتراض پاتي کېږي چې دشعر او آرات دښمنان به یې پرماوکړي هغه دادﺉ چې موږ روسته پاتي یو او رپين او امریکایان مخ کې تللي دي، هغوی له پاره د ذوق د تامینېدلو او دهنر دقدردانۍ فرصت شته، اما موږه باید اوله ګېډه مړه او تن پټ کړو، دلته باید دا ووایم چې د آرت او دهنر تکامل، دشعر او دموسیقۍ وجود دکم ټاکلي پروګرام او تقسیم اوقات له مخي نه نه کېږي او نه شوی دﺉ، اقوامو او ملتونو داسي نه دي کړي چې څومره کاله اول یې دخپلو حیاتي ضروریاتو له پاره کار کړی وي او بیا دې خوامخ راګرځولی دﺉ، د بشر دپیدایښت سره یو ځای دمذهب او مدنیت دتکامل سره څنګ په څنګ او دحیات په هره صحنه او ساحه کې ذوق اوهنر یو ځای روان دي او دتکامل او دپېشرفت مزلونه کوي او دا دهنر تکامل دجماعت دنورو کمالاتو نماینده ګي کوي، هو ! په یوه جامعه کې باید تمام دنیایي مظاهر، ټول ضروریات دخپل حد او اندازې سره سم او برابر تکامل وکاندي او که یوه خوا مهمله پرېښوده شوه او بله خوا ډېره ترقي وکړي یو راز عدم توازن ترې پیداکېږي، چې  هغه د یوه جمعیت له پاره خطرناک دﺉ. زه د توازن طرفدار یم او دافراط مخالفت کوم او افراط دیوې ردي ملکې په حیث پېژنم، خو تاسي هم دتفریط خوا مه نیسیء او راځیء دشاعر او هنر پېشه سره صلح وکړﺉ.

دښاغلي مجروح داشعارو نمونې :

(۱)

زه

په مذهب نه دبلبل  نه دپتنګ یم                            نه غوټۍ په شان د زړه په وینو رنګ یم

نه آینه یم چې منظور شمه دښکلو                          چې مي کېږدي په منګلو نه اترنګ یم

غوټۍ نه یم چې مي جوني سر کې کېږدي                             چې خوبان مي کړي په غاړه نه لونګ یم

نه ژړایم، نه خندا،نه زېرو بم یم                              نه پوهېږم چې زه څه او څه آهنګ یم

چې قلنګ راباندي نه وي ملنګ نه یم                    نه صاحب دباج خراج او د اورنګ یم

نه دکونډو رنډو مرسته رانه کېږي                          نه دچاپه شان دبل په ځان پلنګ یم

نه وزګار یم نه مي کار لکه ماشوم شته                   یو ساعت خپه ، خو شاله په بل درنګ یم

نه مي روح دشرقیت دومره ژوندی دﺉ                    نه دنیا ځني خبر لکه فرنګ یم

د دې هسي بې معنی ژوندون له پاره                       داضدادو سره تل ولي په جنګ یم

چې نه دردلري نه درد لره دوایم                             زه له دې بې سوز و سازه ژونده تنګ یم

خدای ګو دې ژوندون نور ستړی کړم ستومانه                        اوس دژونداو دژوندو له پاره ننګ یم

خاوري یمه خو دباده سره مل یم                             دهر کس اودناکس دپښو نه څنګ یم

ټیټ مي مه بوله غورځنګ راباندي مه کړه

زه په دې افتادګۍ کې لوی ګړنګ یم

 

(۲)

زه او سپوږمۍ

دآسمان لمني سرې دي                           که دغره په څو که اور دﺉ

هلته څه ډېوه بلېږي                دمشرق پرې رڼا کور دﺉ

داخو هغه افق نه دﺉ                              چې یې ګورم ډول یې نور دﺉ

یا لمبه ده چاراخیستې ، دآسمان په درمنده کې

یا پېلوزی چاراخیستی، لټوي به خپلي ورکې

اخ دغرهپه سر راخېژي                           څه صورت دﺉ څه هیکل دﺉ

نه خو نمردﺉ نه خو ستوری                    نه فانوس دﺉ نه مشعل دﺉ

که دتوپ د خولې لمبه ده                       ګني غره په سر مورچل دﺉ

که دنور بېړۍ ده ښکاري، دآسمان په سمندرکې

اچولی یې لنګر دﺉ، ده ولاړه په بندر کې

داچې ښکاري ستورو منځ کې               ګني دا دوینو جام دﺉ

یا توی شوي مرغلري                             دغه یو پکې رخام دﺉ

یا فلک دانې ښندلي                پټ یې ایښی چیرته دام دﺉ

یاکیږدۍ د ورایه ښکاري، آسمان نه دﺉ شنه صحرا ده

یاخرګاه دکوم امیر ده، یاخېمه دا دلیلا ده

یا آیینه ده چانیولې                ښکلي مخ دخپل آشنان ته

یاډېوه ده چې بلېږي                دشهید دقبر خواته

په پتنګ نو څه بلا شوه                          چې رانه غی دې رڼا ته

نه دمستي آینه ده، چې لوېدلې یې دلاسه

یادﺉ ټیک دسرو خورېږي، دکم تور اوربل دپاسه

نه پوهېږو څه ښادي ده                           په آسمان کې چراغان دﺉ

جوړه دا آتشبازي ده                دفلک کور پرې روښان دﺉ

یادانور څه تشریفات دي                        لوی قندیل دﺉ آوېزان دﺉ

یالوېدلې همیانۍ ته، دافلک دا اشرپۍ ده

یادغره په سر راخېژي، څو ارلسمي شپې سپوږمۍ ده

بیا دځمکې سیل له راغله                      داسپوږمۍ ده نازولې

زړه یې تنګ شه په خپل کور کې                           راښکاره شوه ځکه غلې

را روانه په نخرو ده                  دغره سرته راختلې

دفلک دبوډۍ لور ده، آسمان په بام ولاړه

شرق وغر د دې دنیا یې، دنظر لاندي دي دواړه

نه یې سرباندي ټیکری شته                    نه یې مخ وته زړوکی

ټول وجود یې ترې ښکارېږي                   دې اغوستی نری ټوکی

هر سړي ته په خندا ده                             که زوړ ځوان دﺉ که وړوکی

بېباکې یې ده زده کړې، دیورپ دجینکونه

حجابونه یې کړه څیري، راوتلې له پردونه

سپوږمۍ تالیدلي ډېري                         د دنیا تودې سړې دي

اورېدلي لاسندري                   څومره تا ډېري خوږې دي

دوه مینو ته خلوت کې                           کړي تا ډېري پهرې دي

مریضانو سره دي کړي، ترسحره شوګیرونه

مساپرو سره دي کړي، په بېدیا کې کمکونه

هنګامې دجنګجویانو                            که یورش که شبخون و

که چنګېز که هنیپال و                           که تېمور که ناپلیون و

واقعات دي ټول لیدلي                           که دنن که دپرون و

ټول تاریخ د زمانې دﺉ، پروت په سپینه سینه ستا کې

تماشې دي ډېري کړي، په بابل او نینواکې

سپوږمۍ غوږ کېده لږ ماته                    زه به وکړم څو خبري

تماشې دي نوري کړي                            واوره ځما خوږې سندري

دنیاورکه ورک یې نوم شه                       له دې خاوري ګرزه لري

داځما واوره ځان ترې غونډ کړه، راښکاره چې نه شې نوره

داکوڅه دبدنامۍ ده، ګوره ته به هم شې توره

دلته ټوله بدبختي ده                             نور څه نشته بې زحمته

یو دغم توره تیاره ده                              که یې ګورې پورته ښکته

معشوقې یې لباسي دي                         آشنایان یې ټول بې پته

څوک دچا نه پکارېږي، په هر ځای ځان له ځاني ده

دانسان پېړۍ او ښتې په دریاب کې توپاني ده

دلته څه دخوشحالۍ دي                        ښه یې کمه تماشاده

که نن ګل شوه غوټۍ باغ کې                 رژېدلې بیا سبا ده

یوه ورځي سمسور باغ وي                      بله ورځ خوشي بېدیا ده

سپرلي پسي خزان دﺉ، ښادي نه ده بې له غمه

د ژوندون احوال که غواړې، تپوس وکه له شبنمه

دافریاد دکونډوورنډو                            دغه ساز دغه آواز دﺉ

پابندي بلبل قفس کې                                           داوبو دانو متاز دﺉ

یا یتیم دﺉ او ښي تويي                         زمانې ورکړی ناز دﺉ

ژوندون دلته وریځي غوندي، سلسله یوه ژړا ده

که یو خوله چري خندا وي، هغه هم دبرېښناده

که نظام که اجتماع ده                            دي ولاړ دځان په مینه

دلته مرګ دضعیفانو                             بهر نه دﺉ له آینه

ډرامه ده تراژیدي ده                نور څه نشته مه یې وینه

یو دمرګ دفن استاذ دﺉ، دانسان دایې کمال دﺉ

یا اکل دي یاماکول دي، داعالم دایې احوال دﺉ

دهر چا په ځان نظر دﺉ                           یو له بله بېزاري ده

پردی غم پرې نیم اختر دﺉ                      دامنطق دﺉ هوښیاري ده

یو دبل په غوښو پایي                            دلته ګېډه دینداري ده

د درانه پېټي دلاندي، دچاملاشوله راماته

څوک دبل په وږو سور وي نظر نه کوي هیچاته

زړه مي شین کوګل مي خوړین دﺉ                        له دې ټیټه له دې پاسه

که مي څیري ګرېوان وینې                      دامي دﺉ له خپله لاسه

سپوږمۍ خدای روی مي دروړی                            ماله دې ځایه وباسه

ماهم دروله چې ګورم، دې عالم ته له آسمانه

یا به سترګي کړم ترې پټي، زړه مي تور دﺉ له انسانه

دﺉ انسان په شرق وغرب کې                  دمادي میو بېهوشه

زړه کې مهر او مینه نشته                       ده دعشق ډېوه خاموشه

هر سقراط دزمانې یې                            کړه د زهرو پیاله نوشه

ته دي خپل ځان ترې پتاه کړه، په ترو تم کې پرېږده ځمکه

په ښایست مي دي زړه سوزي، ورسره چې نه شې ورکه

 


[1]د ارواښاد مجروح دپښتو او دري اشعارو ګډه مجموعه د (یادفریاد) په نامه په ۱۳۶۴ ش کال له پېښوره خپره سوه.

[2]ارواښاد مجروح د ۱۳۸۱ ش کال دغبرګولي پر اته ویشتمه دامریکا په متحده ایالاتو کي ومړ، مړی یې هېواد ته راوړل سو اوپخپل کلي کي خاورو ته وسپارل سو.

لـوسـتـل شـوی 675 ځــلې وروسـتی سـمـون په Sunday, 16 September 2012 13:08

نـورې لـيکـنـې استاد عبدالروف بېنوا

دې ټـولـۍ کې نـورې لـيکـنې: « محمد حسن کاکړ محمد انور نوميالی »